انصار: (د سلواغی ۱۷ مه)، د استرالیا یوې محکمې هغه استرالیایي سرتېری محاکمه کړی چې په افغانستان کې د څلورو افغانانو په وژلو تورن دی.
د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخوانی ډلګۍ مشر «بن رابرتز سمیت» درېیو ورځپاڼو په افغانستان کې د جګړې د اصولو خلاف د ولسي افغانانو په وژلو تورن کړی دی.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د فدرالي محکمې یوه قاضي په تېره جون میاشت کې پرېکړه وکړه چې دغو ورځپاڼو په دې اړه ډېر لګول شوي تورونه ثابت کړي دي.
په تېر حکومت کې استرالیایي ځواکونه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په چوکاټ کې په ارزګان ولایت کې دېره وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30015
قرأ